...

عبدالحمید مومند

په ظاهر زېب و زېنت غره طاووس

د باطن بدرنګو پښو نه کړ هیڅ بړوس

شوخې سترګې يې نه لرې شي نه برې

که منډم پکې خسڼی د ناموس

د دنیا مین چې دین غواړي پوچ وايي

بېهوده غلبېلوي سره تش بوس

په ګمان تللي همه واړه پښېمان دي

پخته کار نه کړي په خوله د خام جاسوس

ساده دلو ته کمند ږدي د نیولو

چې په لاس تورې تسپې کا د آبنوس

په جامه نامه يې مه غولېږه هوښیار شه

دا بادام نه لري مغز یو فلوس

قناعت د حمید زړه له غمه خلاص کا

باد اثر نه کا په شمع د فانوس