

عبدالحمید مومند
صبوري کاندي سړی آتش نفس
بدخواهان يې شي د اور په لمبه خس
په بدخویو اور له خپله تنه لګي
خپله ځاله کا په ځان تنور ققنس
د مظلوم د آزار غشی رسا لګي
هیڅ ګوزار يې خطا نه درومي عبس
په دنیا مین له څېرمې بې وقوف دي
لکه ووړ کی و سره اور ته کا هوس
هر سړی چې له آزاره بازار غواړي
د دارو په طمع زهر خوري ناکس
چې کمال غواړي په کبر احمقان دي
په پليتو اوبو نه کېږي اودس
نه به نس په ډېرو بدو کا څوک صبر
نه به اور د خس له سولو کاندي بس
چې دې یو احسان له زرو پرې زباد نه وي
توبه هسې بې حیا بې شرمه نس
ته د کوم دادي په داد يې رسیدلی
چې به رسي ستا په داد فریاد رس
چې په طمع د دنیا په چا بوڼېږي
خدای دې نه کاندي حمید هسې مګس
د غفلت په خوب ویده خلق يې ناوري
که حمید نارې وهي، لکه جرس