

عبدالحمید مومند
چې نه دې که په نېکۍ د ننګ ونام لوړ
په دوه چمه دې د خټو مه شه بام لوړ
کامیابي په سرکوزۍ سره مونده شي
د ښيښې دپاسه نه شي نیوه جام لوړ
زیات وکم تر خپله قدره قدم مه ږده
د مرغه په اندازه غواړه دام لوړ
کم قوته خر وری د اوښ وړی نه شي
زیات تر خپله قدره نه ښايي کلام لوړ
په مجلس د اهل دلو لويي مه کړه
د قرآن په نږدې نه شي اخیست ګام لوړ
استغنا له خلقه نښه د کمال ده
د صاحب په څنګ کې نه ودري غلام لوړ
چې په پوزه يې پېزوان نه وي د طمعې
د هغو خلقو ګردن به وي مدام لوړ
سرکښان به په قیامت پاڅي سرکوزي
د ځنګل په مزل ټيټ ځي له ناکام لوړ
دلته ځان تر سپیو کوز ګوره حمیده!
که هورې تر فرښتو غواړې مقام لوړ