

عبدالحمید مومند
که په مینه کې مې سر د دلارام لاړ
و لکونو په سودا مې یو چدام لاړ
کفایت کا د هغو د ګوزار توره
چې له مخه يې زنګار د ننګ و نام لاړ
چې مې ولید کفرستان د تورو زلفو
عقل هوښ مې له خاطره د اسلام لاړ
څه به نه ژاړم غونچې غوندې سرې سترګې
چې له غیږې مې وصال د ګل اندام لاړ
د فلک دا بې مروته دولت ګوره
چې تمام عمر راته په یوه ګام لاړ
چې يې نه مونده وصال د دلبرانو
و جنت و ته مې فکر په ناکام لاړ
خوشې زړه مې په دیدن پسې د ترکو
د یوې ګړۍ په مخ علی الدوام لاړ
چې مې زړه د ترکو وصل په سر غواړي
په سپوږمۍ پسې هلک سر ته د بام لاړ
د حمید په مرګ لازم دومره افسوس دی
چې د ترکو د درګاه خاصه غلام لاړ