

عبدالحمید مومند
عمر هسې کړ هجران راباندې پنډ
لکه پرېوځي د چا غاړې ته کولنډ
جدایي ده ځان کندن په ځنکندن کې
په کار نه دی د ژوندو د نفس ونډ
د هجران په دا دراز عمر خوښ نه یم
که يې خدای کاندي ژر ژر را څخه لنډ
لکه ښکار د ډېرو سپو په خوله کې کېوځي
فرقتونو مې زړه هسې کړ ونډ ونډ
د سکون د متاع ځای مې په کې نه شي
د زړه کور مې کړ سېلاب د اوښو ډنډ
لا به کله د وصال په چشمه پېښ شم
چې سینه د فراق سوې کړم په ټنډ
په راتله د خط پایمال شي حسن هسې
لکه وتړي په ګلو څوک غویمنډ
حبطه سر وسامان د هغه سر شي
چې ور خلاص نه شي د مینې پرې یو پنډ
د حمید خار وقربان ښکلي غره کړه
ښېرازي کا له ثمره بوټي شنډ