

عبدالحمید مومند
د نرګس تر ګله زه یم څو چندان شوخ
چې په غټو سترګو ګورم ګلرخان شوخ
شوخې سترګې نرګس کوز ګوري له شرمه
چې د باغ په لوري واوړوي چشمان شوخ
په ژاړه مې هسې خود په خندا لاړ شي
لکه پاڼې د ګل ماتې کا باران شوخ
آیینه يې د مخ هسې پر حیا ده
چې نفس يې د نسیم لګي په ځان شوخ
چې وږمه يې د نسیم په رخسار داغ شي
د بوسې په وقت وروړای نه شم لبان شوخ
چې ور واچوي کمند د تورو زلفو
د بازار په ګډېده کا آهوان شوخ
د حیا په ټول کې واوري ږلۍ
په خندا چې راته سپین کاندي دندان شوخ
لکه شوم چې په خوړونکي سپي نازېږي
هسې ښه اېسي د ترکو رقیبان شوخ
د حمید له نام و ننګه سره څه دي
چې يې یار شه لالچي، مشت و ګرېوان شوخ