

عبدالحمید مومند
تل د اوښو په اوبو کې لره تر مخ
په دغو اوبو کې لید شي د دلبر مخ
د یوسف د مخ ډېوه شوه هاله بله
چې يې سور کړ په څپېړو برادر مخ
له مېوې د سیوري ونه شا په شا وې
څو يې نه کا مخامخ سره د نمر مخ
و هر چا ته به سرخ رویه لکه ګل شې
که په وینو سره وینځي د ځيګر مخ
سیاه رويي به دې د طمعې لاړه نه شي
څو پرې نه وینځي د صبر په کوثر مخ
صابران د احتیاج له ډېره شرمه
آیینې ته نیوی نه شي برابر مخ
چې تڼاکې د محنت لري په لاس کې
هغه نه ګوري په خله د ګوهر مخ
عاقلانو لره عیب هنر نمايي ده
آیینه توره تبۍ کا د جوهر مخ
که د ښکلو په دربار مخ روڼی غواړې
آیینې غوندې کړه تور په خاکستر مخ
د حمید بوالهوسي ناکسي نه ده
لټوي په خپله ورکه پسې هر مخ