...

عبدالحمید مومند

که په څېرې ګریوان خاندې لکه صبح

درست جهان به کړې در لاندې لکه صبح

په خدمت به دې جهان د وړاندې درومي

که د مهر لاس کړې وړاندې لکه صبح

نصیحت يې عالمګیر، لکه آفتاب شي

چې په صدق ژبه کاندي، لکه صبح

طایفه ده د رښتینو که يې سر ځي

په رښتیا ویل ګویا دي لکه صبح

سپین ویل د حق کوه عبدالحمیده!

که په ژبه اوېزاندې، لکه صبح