

عبدالحمید مومند
چې د ترکو په ارزو شه زما روح
سپېلني غوندې ور لوشه زما روح
د نوخط د خال وخط په یوه خیال کې
د ختن د ملک آهوشه زما روح
چې دیدن مې له قابو د آشنا ووت
و وتو ته په قابو شه زما روح
لکه ګل د ګلرخانو و دستار ته
سور په سرو وینو سالو شه زما روح
د خوبانو د خودۍ په چلم کې
دیوه کښ تمباکو شه زما روح
یار د یار د مخ په خیال کله پوهېږي
د ادب په دورانو شه زما روح
که ځارېږي پروانه تر بلې شمعې
ځار د ښکلیو تر بارخو شه زما روح
یوه ورځ به خوړ حمید مار د زلفینو
اوس په دم د عشق پاړو شه زما روح