

عبدالحمید مومند
وکه عشق زما په تن کې کار د روح
بس که نور راڅکاوه نه شي بار د روح
د ژوندون د نفس باد دی چې پرېباسي
د مقصود په آیینه غبار د روح
که یم سم نور په کاب کې د یار تللی
چې مې مې تللی دی په پښو کې خار د روح
که په لوړه مې څکوي که په ژوره
ور که ما د یار په لاس مهار د روح
هومره نه شي ماتاوه اسلام د مینې
څو په غاړه وي د تن زنار د روح
په هغه لالچي مینې مبتلا شوم
چې له تنه پرېکوي و پار د روح
هغه تور دېو چې زنځیر شلوي په لوبو
خام امید مې يې تړي په تار د روح
نادانان ځنې امید د ګرمايۍ کا
او سړېږي هر نفس بازار د روح
دوباره به وار بیا نه مومې حمیده!
خو هم دا زمان په کار دی وار د روح