

عبدالحمید مومند
سر زما سرکوزي نه مني د تاج
ګڼه تاج زما و سر ته دي محتاج
تاج و تخت چې ګدایان شړي له دره
بادشاهانو څخه اوسي لا علاج
زه يې خر د ډېرانه ګڼم په حال کې
دا چې ناست دي بې پروا په تخت و راج
سلطنت جلب د فقر نیوی نه شي
نه خوري ډب په یو کک بحر مواج
پټ پرهر ظاهروي د زړه په مخ کې
څوک چې خوله بېرته کوي په احتیاج
هر آرزو دننه وساته په زړه کې
دا به شي سبا وزر ستا د معراج
قناعت له ډېره غمه سړی خلاص کا
اچاوه په خرابه نه شي خراج
هر خاکسار چې خاکساري نه کا ښه نه کا
هر څوک ښه ایسي په خپل رسم و رواج
درویشي و تاج و تخت و ته زوال خوري
تخت و تاج و ته زوال تاخت و تاراج
له ترو و ترخو تریو ترېخ مه شه حمیده!
په دا زهرو اموخته لره مزاج