

عبدالحمید مومند
ږدم په هسې شونډو شونډې نن ساعات
چې مې نه دي پوچ په کار مصري نابات
که يې خضر د حیوان په چشمه مومي
مومم زه د یار له خولې آب حیات
په پرده کې د اسلام بت پرستي کړم
خدای دې نه کاندي دا ستر زما مات
د غرض په سبب هسې بې غرض شوم
چې سپاري راته ترسا لات و منات
څو کمي د کمینۍ راته پېښېږي
زیاتوي زما په عشق کې درجات
خدای قبله زما د زړه که ذات د ښکلیو
که بد ذات په دا باله شم که نېک ذات
منکران چې سترګې پټې کا د شرمه
د مریمې په باب وایي کم و زیات
پاک د نفس له مقتضی په محبت کې
یم ولاړ، لکه عاصي په عرصات
دا افسوس کا خان و خط د نوخطانو
چې آشنا شه د حمید په هند برات