

عبدالحمید مومند
مه شه ډېر هوی پرست لکه حباب
له دغې هوی به شې خانه خراب
مرتبه د سړي مه غواړه له خدایه
چې مشغول يې لکه ستور په خورو خواب
ستور په یوې کې په کیل برابر درومي
ولې ته له شرعې درومې ناصواب
هر نفس چې يې د خدای له یادو نغرې
ګڼه نغرې سرې سکروټې بې حساب
چې دې بې خواب و خوراکه نور څه نه زده
نور په کومه چار بهتر يې تر دواب
د دوزخ په عذاب ولې په عذاب شوې
چې د نس په زېرمه ګرځې په عذاب
په هوی پسې د نس سر هوا مه ځه
ځان به ورک کړې لکه برق په دا شتاب
که دلې سوال ځواب کړې مرد هاله يې
چې غلط نه شې هورې په سوال ځواب
که دلې تېر وبېر نه شې په حساب کې
هورې نشته یېر و بېر حساب کتاب
په دغه لمانځه نمانځه نه شي ښکانخه شي
چې دې زړه دی په رباب مخ په محراب
هسې ځای ګڼه روان له دې جهانه
لکه اوښې د بڼو پا په رکاب
په سبب د رزق دلګیر مه شه حمیده!
ولې شته هغه مسبب الاسباب