...

عبدالحمید مومند

که کوم هزار آزاره یا دعا

نه رقیب مري نه دلبر کاندي وفا

څو ترې زه رسم و رواج د وفا غواړم

هومره لا راسره کړي جور وجفا

ما په یار پسې لېمه په ژاړه سپين کړه

یار په ما پسې کوي توره بلا

هیڅ زما دپاره نه وايي رقیب ته

د رقیب دپاره کا سزا زما

ځان د یار آشنا په مخه هېراوه شي

نه په مخ د بېګانه یار و آشنا

کله ګل د غوړیدو په حال ویرژلی

هسې رنګ د یار له خوا یم نیمه خوا

دا کوم مخ دی د یارۍ د آشنايۍ

چې آشنا وي و آشنا ته شا په شا

دوزخي غوندي سل کاله عذابېږم

د خوبانو په یوه ګناه خطا

لطیف کړی یم خلوت د وصل هسې

چې مې وژني د چمن په باد سبا

هسې زه ستا د قامت په خیال تکیه کړم

هر نفس لکه موسی کړه په عصا

پرېشاني مې د غونچې په څېر نصیب شوه

چې ګلرخ نه دی له ما سره یکتا

انديښنه چې دې د هجر را په خوا شي

په هیبت مې له کمره لګي خوا

څه به اور په هغو نه لګي حمیده!

چې غوږ باسي تر اور ګرمه وینا ستا