

عبدالحمید مومند
مهرویان کله خپلیږي ټول د چا
تر سپوږمۍ چاپېره کیږي شپول د چا
که وفا کا، که جفا خپله رضا کا
په خوبانو بالا نه دی بول د چا
عشق د عقل په تدبیر چلاوه نه شي
په دې ناوې نه جوړېږي پسول د چا
چې بادشاهه زلیخا يې کړه ګدایه
پرې به نږدي په ځای مینه قول د چا
خدای مې سر بې سر درده د عشق مه کړه
په دعوه کې دې پرې نه وځي خول د چا
د سپوږمۍ په دود به مات سبا په سر کا
که نن ډک کاندي فلک کچکول د چا
غم د هجر کړم په وصل کې ناښاده
په شربت کې خاورې مه شه ګول د چا
لکه غم د هجر زمول زما ځواني کړه
خدای دې هسې ځواني نه کا زمول د چا
عاشقي به يې آخر تر بڼې سپک کا
که وي دروند تر کوه قافه تول د چا
څو مجنون غوندې وحشي په طبع نه شي
مه شه سر د عاشقۍ په چول د چا
له وهلو به يې شرم څوک په څه کا
چې په غاړه يې شي د مینې ډول د چا
خوښ د عشق په آه فریاد اوسه حمیده
په سحر سحر ږغېږي ډول د چا