...

عبدالحمید مومند

هسې خپل کړ دلبرانو دل زما

نه و هیچېرې ګویا کې خپل زما

که مې یار په یوه زخم ږدي بل زخم

په کار نه دی د طبیب تبل زما

چې مې خیال شته د ګلرخو په لېمو کې

ګل ته نه دي مناسب کتل زما

که مې سر بې سر درده شي د ښکلیو

مناسب دي هلته سر وهل زما

مرم که ژوم سر زما، د ښکلیو در دی

نشته ځای بې دغه دره بل زما

که خوبان د درست جهان نیسم په خوا کې

نه شي نه شي د ستا سود په بل زما

نه به وي د هیڅ عاشق معشوق په منځ کې

دا ستم کول د ستا، زغمل زما

که په نور وګړي ظلم د مغل دی

خدای غمونه کړل د ستا مغل زما

څوک دې نه غندي نو خط ښکلي حمید ته

قبول کړي دي اغزي بلبل زما

وسه ډېر ځله خپل ځان پروانه شمعې

هیڅ يې زده نه کړل حمیده سول زما