

عبدالحمید مومند
عاشقي په اسلام راولي ترسا
پارسایي کا ګډه وډه د پارسا
سل توبې کا د زاهد په تندي ماتې
پرې به نږدي په شېخۍ کې څه ویسا
ناکردي د محبت وسړي ور کا
په یوه لاس کې پیاله په بل همسا
د پرهېز پخته کاري شوه راته خامه
چې د عشق په زورمندۍ شوم شناسا
د اشنا د هجر هسې سخت ساعت دی
لکه راشي په واته د صورت سا
سم قامت دهغه یار راغی په خوا کې
که همسا په لاس کې راغله د موسی
زه حمید کږو بڼو د ترکو عوڅ کړم
په نصیب خطا ګوزار لګي رسا