

صدیق
ته ښکلی يوسف يې تل په څا د کنعان مه شه
تخت په مصر جوړ دی دلته نور په زندان مه شه
تل خندا بهتره د ګنجونو تر بخشش ده
څو توانيږې برق شه، ولې ابر نيسان مه شه
پښه پر رکاب ايښې د ښايست حسن بهار ده
څو دې ګل په باغ شته هومره ته غونچه شان مه شه
څله بار اندوه د ښو د نه ښو په خپل ځان ږدې
غم د حضور ښه دی د تير وخت په ارمان مه شه
درد يې په خندا تر لبو توی کړل وصديق ته
ځار دې تر بخشش شم شکر دا چې پښيمان مه شه