...

صدیق

څو دې نشته آشنايي هيڅ له نفسه

 نور به کس وتاته نه وايم ناکسه

معرفت د خپل نفس در څخه نشته

 معارف نه يې د حق په ټوس و ټسه

په ګفتار ثاني خپل ځان د بايزيد کړې

په کردار يې ډېر بتر ترسګ مګسه

خبردار په حقيقت شه درته وايم

 بې خبر هيچيرې مه درومه تر بسه

ښکته پورته نظر وکړه يو څنګ بل څنګ

 په داميان کې ګوره څه له پيش و پسه

تا باريکه جامه واغوسته په شپه ځې

 لمن نه ژغورې هر ګز له خار وخسه

د کامل ذکر صديق بويه حاصل کا

 چې آګاه شي له غمونو له هوسه