...

صدیق

د هر چا سازې ناسازې زما ياره

 واړه وړه شي محبت شي ستا د پاره

بې رقيبه موندل کم د يار ليده شي

 کله ګل موندلی وا چا دی بې خاره

چې بې مرګه دې ديدن غواړي دروغ دي

 د منصور وصال هرګز نه و بې داره

جدايي د اشنايي سره مله ده

 د خزان جفا بلبل وړي له بهاره

 د صديق له زړه هر ګز وتلی نه يې

 د يعقوب يوسف دل نه و له کناره