

صدیق
عجب خوله لرې تراره
وفتنو و ته تياره
زه يې چا ته په حساب کړم
چې غمزې دې دي بې شماره
حال د زړه را وايه نه شي
واړه ستا له ډېره ډاره
عمر تير واړه په غم شو
ته لا نه يې خبر داره
د جلاد تر تيغ په شور ته
ستا غمزې وينم خونخواره
سر ومال وايم چې واخله
په دانه يې پروا داره
يا مې سر دی يا مې مال دی
ما څخه دي دا دوه کاره
ما چې ويني ورته خاندې
په رقيب شې منت داره
واړه ما زر باندې وژني
بويه وا وړه له دې کاره
راشه ترس د زړه دې وکړه
وويريږه له قهاره
څه کړم دم وهلی نه شم
راته پيښه شوه دشواره
اوس به صبر په نصيب کړم
لاس مې نه رسي دا داره
که وفا نه وي صديقه
جفا لا ښه ده له ياره