...

صدیق

خال تر زلفو لاندې تل د دلبر ګوره

 دانه دام شوه صيادي کا په نمر ګوره

که په غاړه د کوثر مري نه يې وينې

 مخ په خط کې د دلبر جانپر ور ګوره

محبت مې له زړه ستا نه دی دور وينم

 آب په زړه کې مضطرب د ګوهر ګوره

نور په تورو سترګو کيږدي بې نقابه

 په سينه کې مې ګلګون د ساغر ګوره

په ظاهر لکه اوبه باطن مې اور دی

 ايره تل پروته په تن د اخګر ګوره

قناعت لکه سايه همت همای دی

 پورته درومه د همت بال وپر ګوره

 د طلب لمن صديق لاندې تر پښو کړه

 په درياب جهاز قايم بې لنګر ګوره