

صدیق
وی شو ښار خبر د هر څه له تاثيره
په ګذار څرګند جوهر شي له شمشيره
همېشه صحبت د هيچا برابر نه دی
د لندې وژۍ خبر زده کړه له تيره
ولې لا د زړې ونې ښکته درومي
ښه تر ځوان په دنيا مينه لري پيره!
بخت مدد د بدو هيڅ د هيچا مه شه
وچ نبات کا بد شومت جدا له شيره
قيد هيڅ د افتاده چا کړی نه دی
په حلقه د دام شوه زمکه دامنګيره
لرغونی په عشق کې ستا زه پيچ در پيچ يم
پښې دې نه کا د اوو خدای بې زنځيره
د صياد فکر په زړه او د خپل صيد وي
حلقه ستا د زلفو نه ده بې نخچيره
بد له بدو سړی وړی، نيکي له نيکو
صحبت هيڅ نه شته صديقه بې تاثيره