...

صدیق

ما د خلکو جفا وليده تر حده

 چې له ما سره يې کاندي بې عدده

هسې نه چې پردي برشول خپل مې ښه دي

 خپل پردی مې لا خالي نه دي له حده

هر يوه ته بد تر ښو بهتر ليده شي

 ځکه ښه شوه د هر بد په نظر بده

ويره هيڅ د چا په زړه کې د رب نه شته

 خلقه شوه د دنيا په کار مرتده

په بد زوی نوم د پلار و نيکه بد شي

 بد پيدا مه شه د هيچا له کبده

که زما اولاد زما په بدنامۍ وي

 خدای ور وله لا طفل تر لحده

چې بدي يې ماته رسي تنها ښه يم

 هسې نه چې زيست مې نه شي بې ولده

زه په دين ودنيا شرم له تا غوړم

 ته مې دا دعا قبوله کړه احده!

په دا بد کردار هر ګوره ډېر خجل يم

 لا په دا کې اميد کړم ستا له مدده

 ډېر عالم به واړه ستا په روی باخښه شي

 شفاعت د صديق ډېر کړه محمده!