

صدیق
د سحرونو ابلبل بيايي و ګل ته
په رهبر مسافر ښه رسي منزل ته
ملايک د زړه د عشق له حاله څه زده
راز د يار کله وايه شي پردي، خپل ته
د عاشق پروا د سر له ډاره نه شي
د منصور وصل قريب وي دار ختل ته
د وصال قدر رښتيا په مهجور ډېر وي
خدای دی نه کا پيښ د چا آسان مشکل ته
عاشقان د مشعوقې په حال خبر دي
ونامه دا د بلبل وزيړي ګل ته
تر لمن پورې پاره شو ستا په عشق کې
څه حاجت دی د پاره ګريوان ګنډل ته
حقيقت له مينې دا څه دی صديقه
چې پريشان غمونه جمع شي ودل ته