

صدیق
په صورت کې مې څو دم شته
را سره خيال د صنم شته
په هر ځای را سره مل وي
څو ملکونه، غرونه سم شته
يو بيغمه معشوقه ده
له عاشق سره تل غم شته
کله خاندي کله ژاړي
په دنيا کې څو ادم شته
چې رقيب له ياره بيل کا
د ښه خدای فضل و کرم شته
هومره زړه پسې ډېر خم وي
چې د يار د زلفو خم شته
چې يارۍ په رښتيا کا
نن صديقه هغه کم شته