

صدیق
که ساقي د پيالې ست وکاندي ما ته
هغه دم به صد ساله توبه کړم ماته
همېشه به د ساقي په در کې اوسم
په ژوندون به ځنې نه ځم تر مماته
په بې صبره ورځ قارون په کښته لاړ شو
په صبوره برخه لاړ عيسی سماته
چې د دين د دنيا غم ښادۍ ته شا کړم
ساقي لامې آرزويي وي ستا و ما ته
د باقي ژوندون پياله له هغه غواړم
چې خبر دی نن د لوح له اسماته
تر قيامته صديق خوښ په دا زندان دی
ودې نه وځي ستا د زلفو له ظلماته