...

صدیق

په هر چا چې مينه کړې په طمع زباته

 په هغه طمعه هغه مينه شي ما ته

ما پخپله تجربه کړه پخپل عمر

 نصيحت ځکه ښکاره وايم هر چا ته

که هوښيار تر ما نه نور شته په دا څه شي

 د پسر نصيحت خلق کا بابا ته

که په لږ وي که په ډېر صرفه پرې مه کړه

 لاس کوتاه مه کړه هيچيرې له خيراته

دام درم طمعه له موره پلاره مه کړه

 که ځوانمرده يې خبر شه تر مماته

که رښتيا پادشاه د وخت وايي چې زه شم

 قناعت کړه قناعت کړه، ګوره ما ته

که تکيه دې د ګردون په دون همت کړه

 د قارون په دود به ځې تحت الثرا ته

بې ريا اخلاص په هر چا برابر کړه

 لا په تيره په اعدا کړه تر اخوا ته

غم غيرت که په دنيا وايي دنيا ده

 نور په دا کې بله نه شته کم و زياته

که حاصل دې د تجريد په بال و پر شي

 د عيسی په دود به وخيژي سماته

 د دنيا په لوبي څه لوبي صديق کا

 چې دنيا واړه ميراثه ده ميراته