...

صدیق

ګنج د قارون هيڅ دی چې غنی وي هغه زړه ته

 زړه هغه غني وي چې هيڅ نه خوځي وڅه ته

سير د بهار کا هغه څوک چې خوښي غواړي

 څوک چې تل خوشحال وي سير څه فايده هغه ته

سترګې هم هغه دي چې ديده کاندي د ښکلي

 ښکلی چې نه ګوري کسی څه فايده کا ده ته

زړونه هغه مړه دي چې يې غم د مينې نه وي

 مينه درست ژوندون شوه ژوندون نشته دی ومړه ته

 يار به وي صديق چې مې په غم د يار غمجن وي

 مل به مل هغه وي چې په لار ګوري ومله ته