

صدیق
د دردمن له آه ډار د اختر نه شته
د لوګي سترګې ته غم د مجمر نه شته
د ګلزار خوبي رښتيا تاج د نظر شوه
هيڅ نظر مې يو جدا له دلبر نه شته
که په عشق کې هغه، دا دواړو ته شا کړم
التجا مې ور ته بارې ديګر نه شته
غنيمت راته وصال د مين خط شو
د بهشت په بوستان دا سبز و تر نه شته
تيره بخت مې لب د يار په موی غبار کا
د ياقوت په اور هرګز خاکستر نه شته
په باطن صلح صديق له هر يوه کړم
په صيقل د آينې کې جوهر نه شته