

صدیق
سترګې دې فتنې کا چې بيدارې شي له خوابه
مخ دې نمر خجل کا چې بيرون شي له حجابه
مخ دې را ښکاره شي چې سيه زلفي ترې باد يوسي
توره شپه رڼا شي چې ځي ابر له مهتابه
ما ويل ژاله ده چا ګومان پرې د شبنم کړ
څاڅکی د خولو دی په عذرا دی له ګلابه
ما د می کتاب د لعلو لبو دی نوشلی
څه لره تعريف کا څوک له نقلو له شرابه
ته زهد و تقوی کړه شيخه ته ورته وزګار يې
کله ما خالي ويني له چنګه له ربابه