...

صدیق

څه عجب پلي، سواره ځي د بهار ګل

 وار په وار پرې شګفته کا هر ديار ګل

عجب رنګ د کاڼي، بوټي واړه ګل کا

 په بهار شي دا همه سمه، کوهسار ګل

واړه جونه، زلمي سيل د بهار کا

 جوله ګل، زلي لا ګل، ځي تار په تار ګل

په ګريوان، په اور بل جونه ږدي په زلفو

 زلمي لا په ډټي ډېر ږدي په دستار ګل

لوی هلک، سړي د ګلو خالي نه دي

 هم زاړه هم د اورڼي ږدي د ګلزار ګل

دا بهار به عجب ياد په زمانه شي

 چې پرې کور، کلی، کوڅه شول درست بازار ګل

يو دوه درې رنګونه نه دي چې شماره شي

 دا بې شماره رنګ په څوک کاندي په شمار ګل

شير کی، زرغونه، سپين وسره، سره دي

 خدای پيدا کړل په ډېر تيري انبار ګل

څو نظر د سترګو لګي واړه ګل دي

 اسمان ګل، ستوری هم ګل، زمکه، غبار ګل

نقاشي که د ګل، ګل پاڼه کا جوړه

 نه چې جوړ کا څوک په دا صورت انوار ګل

ته دلبره چې تر ګل نازک دې ځان دی

 څه له نورو وړې تر بار خود سمن خار ګل

خدايه ما په جهان تل لره، تر ډېره

 څو را درومي په چمن کې صد هزار ګل

آفرين په دا غزل باندې تل وايه

 چې بياض مې شګفته کړ د ګفتار ګل

 خوار صديق به نظر نه کاندي بل ګل ته

 څو يې ګرځي په نظر رخسار د يار ګل