

صدیق
د حيا په اوبو ډک لرم چشمان خپل
د اميد په اوبو تر لرم مژګان خپل
د ميږي آزار زما په دفتر نه شته
هر چې دي همګي خوږ لرم د ځان خپل
نهګداشت د خپل نفس کړم په مجلس کې
ميړنی کا په ميدان کې تيغ عريان خپل
ښه دهقان به دا اميد له کشته نه کا
لکه زه کړم د ژړا په تر د امان خپل
د جنت هوا مې خيال په سترګو نه شوه
د خوښۍ نظر په خال لرم پنهان خپل
خال په لبو د دلبر په نظر مه شه
هر چې دی دغه توښه لرم عيان خپل
د ژوندون اندېښنه هيڅ را څخه نه شته
بې تا نه لرم په زړه دين و ايمان خپل
په دنبال د قافلې خضر تل درومي
د نفس په تلو خبر يې د کاروان خپل
د صديق طالع په پټه ډېر مدد کا
ډېر په شپه د برق ښکاره کا ځان آسمان خپل