...

صدیق

چې يې خوب کړ د راحت په ځان حرام خپل

 په بې نامه ملک به ږدي نښان ونام خپل

ښه دهقان به په ښه ملک تخم ريزي کا

 خاص به خاص کارونه واړه کا انجام خپل

د حيوان مرسته دانا ته نقصان نه کا

 د با درد عمر اندوه کاندي مدام خپل

د جهان کارونه کل خلل پذير دي

 هر هوښيار د عمر کار کاندي تمام خپل

په معاش يې د دنيا و تنه نه وي

 می طلب لري طلب د ميو جام خپل

د همت رکاب په لاس کې وړي رښتنينی

 د فلک توسن په دا کا ورته رام خپل

 تر قيامته صديق ستا په مينه ياد شو

 د مجنون نامه به نه پريږدي قيام خپل