

صدیق
چې دا هسې ورځ و شپه شو په صحرا ورک
مجنون واړه شو له مينې د ليلا ورک
نصيحت د هيڅ ناصح اثر پرې نه کا
د مين سړي درست عقل شي رښتيا ورک
چې مجنون د محبت ورباندې پيښ شي
هورته نور شي عقل، پوهه د دانا ورک
چې خاطر ترې د ښو ښکليو هوا يو سي
د ذرې په دود هغه شي په هوا ورک
تل له زړه را څخه ته ښه يې ځه لاړ شو
په طلب شو د وفا د بیوفا ورک
په ژړا ژړا يې ښوی تر ليمو پريوت
په ګوګل کې په رښتيا شو زړه زما ورک
د ښه يار ديدن د تورو سترګو نور دی
خدای دې نه کا نور له سترګو د هيچا ورک
که رښتيا مدد دې شته پيره نن بويه
چې رقيب مې کړې له ياره په دعا ورک
اوس د نام وننګ ويل چې کړې صديق ته
عاشقي کا د سړي شرم و حيا ورک