...

صدیق

لکه زړه وينم صنم ستا په ديدار خوښ

 هومره نه دی نن د نور څه په روزګار خوښ

څو دې مخ ته په ځير ځير ګورم خوښيږم

 بلبلان به همېشه وی په ګلزار خوښ

تر يوسفه ښايسته راته ښکاره شوې

 ځکه زړه مې صنم ستا دی په دا وار خوښ

ستا د راز خبرې ډېرې شي و ما ته

 طالب لا شي د سبق په ډېر تکرار خوښ

که د تخت د پاسه کښينم ښاد به نه شم

 لکه ځان په کوی کې ستا وينم خاکسار خوښ

ترجمله بديو بد آزار د زړه وی

 خدای دې نه کا تا د زړونو په آزار خوښ

 بلرې پس له دې به مينه په شراب کړم

 چې صديق مې دی د سترګو په خمار خوښ