

صدیق
نه به دا حسن ستا قرار وي همېش
نه به خاطر زما فګار وي همېش
خود به دا حسن خوبی وړی تر خزانه
ګل به تر کومه پايدار وی همېش
اوده که ويښ يم تل ولاړ يم که ناست
خيال دې زما بوسه کنار وي همېش
جدا دې زلفې خدای له مخه مه کړه
وصل چند سره شهوار وی همېش
مرم چې رقيب د يار په کوی کې ګرځی
ژوندون مې ځي ترې په فرار وي همېش
ځم په خندا په هوس وصل غواړم
بورجل که سر راته د دار وي همېش
مهر هرګز طلب صديق ترې نه کا
يار خو بد خويه جفار کار وي همېش