...

صدیق

توبه له مانه څه عزيز دولت لاړ

 چې دا هسې شرين عمر په غفلت لاړ

ډېر ګران لکه يوسف و خبر نه شوم

 چې په څه د لږ ثمنو په قيمت لاړ

د ازل قلم په دا زما جريان شو

 چې له زړه مې د ښه دين اندوه فکرت لاړ

په خپل ځان باندې ديده دانسته پوه شوم

 چې له زړه مې درست د دين زور و همت لاړ

قباحت به نور تر دا پهور ته څه وی

 له خاطره چې درست فکر د وصلت لاړ

خدای دې بده نصيبه را پېښه نه کا

 عمر بد زما د نفس په بد شومت لاړ

په يقين زما رښتيا هغه استاد شو

 هر شاګرد چې د استاد په تربيت لاړ

هیء توبه څه بې حاصله عمر تير شو

 لږ و ډېر چې د فرقان په تلاوت لاړ

 هم هغه ته په شماره د ژوندانه کړه

 د صديق نفس چې ستا په محبت لاړ