

صدیق
هر عاشق چې په طلب د جانانه لاړ
په خپل عشق کې سوخته دل تر پروانه لاړ
که د عشق په ګرانه لار کې ډېر خطر دی
چې يې خيال د يار په زړه د مردانه لاړ
که ابراهيم ادهم تير تر مال و ملک شو
مستغنی د قناعت په خزانه لاړ
خيال يې ځای د ليلا خال نيوه په زړه کې
خوار مجنون ځکه له خلقه يګانه لاړ
چې له يادو يې يو دم فراغت تير کړم
وايم دريغه څه عنقا له اشيانه لاړ
ستا د خال صفت په ټول فکر تم نه شو
ځکه ټول فکر مې خور لکه شانه لاړ
بېلتانه وژلی څه غواړی صديقه
زړه له سترګو دې د اوښکو په بانه لاړ