

صدیق
خدايه راکړه په دنيا کې ته همت ډېر
چې بخښنه په همت کړم د دولت ډېر
په دنيا کې سخاوت شجاعت ښه دی
رب دې را کاندی په دواړو کې غيرت ډېر
قناعت تر دغه دواړو لا تيری کا
چې نظر يې تر هر څه کا برکت ډېر
دين دنيا لره دا دوه چارې په کار دی
چې هر څوک د دغو دواړو کا صفت ډېر
خدای پناه له هغې ژبې له خولې راکړه
هر چې ور کاندی دی لږ پرې که سنت ډېر
که په درد دې سخت زحمت مرهم يې مه خوره
د سنت دارو په څه هر کور زحمت ډېر
په حريصه ورځ قارون په ښکته درومی
په صبوره ورځ عيسی بيا موند نعمت ډېر
که د صبر پياله زهر ده څښه يې
تر هر څه به وتا در کاندی لذت ډېر
چې بياض مې څوک د زړه په مينه ګوری
هم هغو ته به يط رسې منفعت ډېر
هر سړی په ښه يا بد باندې پوهيږی
اوس به څه کړم زه وچا ته نصيحت ډېر
هيڅ فايده به ترې بيا نه موومې صديقه
که نا اهل په محنت کړې تربيت ډېر