...

صدیق

هسې يار دی چې جلوه کا په هر لور لور

 لکه نمر هسې تابان دی په هر کور کور

په تمام جهان يې شور د حسن ګډ شو

 کم لانه دی د هغه نمکدان شور شور

په دنيا به په هيچا نه وی دا هومره

 لکه زن يې دی په ما محبت زور زور

بس کړه يو په محبت د ليلی تير شو

قيس نه شته که را درومی خلک نور نور

غوړ د مينې په هيچا کې ليده نه شي

 بيهوده کاندی وګړی ويل سپور سپور

 زار دې څه له جدايې کا چې خبر شو

 اشنا يی دې په صديق لګوی اور اور