

صدیق
خپل ژوندون بيايې وګور ته ياران زر زر
ګړندی تيره تر برق د آسمان زر زر
مسافر قرار وڅه په پردی ملک کا
همېشه ځي په تلوار رهروان زر زر
په دنيا راغلی ځي په دنیا دود دی
لکه ګرځي د چمن په خزان زر زر
کله لار په چا د عمر د تلو بند شوه
تله د باد شي همېشه يکاسان زر زر
څو په ويښه ډېر د عمر د تلو غم کړی
هومره لاځي ډېر په خواب ګران زر زر
لرې ملک ته په ورو تله کله په کار دی
له هيواده درومی کوټه کاروان زر زر
ډېر شهره تله که هر څو د نظر ډېر دی
عمر لاځي د صديق پرې خندا زر زر