

صدیق
که څرګند کا ښايسته نن تر جلباب مخ
نور به پټ کا په سحاب کې د آفتاب مخ
که جهان ته ښکاره نه دی زه يې وينم
چې دلبر ساتی له نورو په حجاب مخ
د ښايست به يې په کوم زبان تقدير کړم
چې پسو يې ښايسته دې بې حساب مخ
که زه خط په مخ د يار ګورم ثواب دی
لکه ګوری څوک په مينه د کتاب مخ
هسې مخ به نن هيچا نه وی لیدلی
لکه ستا دی په جهان کې انتخاب مخ
و بقا و ته يې هيڅ اميد ومه کړه
چې څرګند کا په درياب چيرته حباب مخ
که په سترګو ليده شي موندلی يې نه شته
نشته څله بيهوده کا په سراب مخ
ما وې زه به يې لا خال و ته سجود کړم
لا تر ما امام په خوا کړ په محراب مخ
دا مې ډېر منت احسان ګڼه صدیقه!
چې وتا و ته جار باسم په جواب مخ