

صدیق
څو مې سترګو ستا له سترګو نظر واخيست
هر باڼه مې بار د اښيو ګوهر واخيست
غم زما آسمان د اه له سوزه تل کا
د حباب له باده بحر خطر واخيست
په غمګين خاطر روزګار کړم په عالم کی
غم له ما د غمګينۍ هنر واخيست
هر نفس بې هوشه ځم په هوش را درومم
چې په منډه مې له سور و ستا خبر واخيست
نه مې ځان په آينه دی نه ځان وينم
په ادب ستا له کتو مې بصر واخيست
د مقصود پرده په مخ له ميانه دور شوه
کوم حجاب دی بل په مخ مې دلبر واخيست
ورځ و شپه د واړه په غم د صديق دورمی
چې لوی بار يې ستا ګرم ته په سر واخيست