

صدیق
چې در کړی دی و تا ته چا ښايست
هم هغه به وړی له تا نه دا ښايست
که ښايست د يوسف هم څه خو مشهور دی
ډېر تیری کا ځنې ستا لقما ښايست
نمر سپوږمی دی تر ښايست پورې هيڅ نه دی
چې ترې زيات کا ځنې ستا زيبا ښايست
نه د حور نه د پرۍ دغه ښايست شته
لکه ستا دی په دنيا پيدا ښايست
لکه ستا ښايست ما وليده په سترګو
هسې نه دی نور لیدلی ما ښايست
د ښايست نهايت دا چې دين و دل وړی
نور به کومه کا تر دا بلا ښايست
چې ښه خوی او ښه خصلت دواړه يوځای شي
ورته لا کاندی هر ګور بلا ښايست
ته د خپل ښايست منت په آشنا بار کړه
ځولا تاته کړې نه ده شا ښايست
د بلبل سترګی ختلی وی سبا ته
چې به کله دا غونچه کا وا ښايست
په دا خپل ښايست غره مه شه اې ګله!
تل به نه وی په چمن کې ستا ښايست
چې صديق پکې ښې ښکلې دي ستا يلې
دا غزل کا ځکه سر تر پا ښايست