

صدیق
چې ویده شي د مرګي په شرين خواب
له هغو سره دې څه شي سوال جواب
لکه خم په خپل مکان خاموشه پريوځي
جوب خروش لری په زړونو بېحساب
په هغه ژبه خبره درته ته وايی
چې له سواله يې ته تل يې لا جواب
چې خبر په معما وی درته وايم
له هغه عالمه ولوله کتاب
ګوندې وی له حقيقته خبردار شي
د هغه کلام په توری په اعراب
د دنيا له مينې سود چا وړی نه دی
تشنه هم کله سيراب دی په سراب
د ژوندون حلاوت شته نه شته باور وکړه
د درياب له پاسه وی نوی حباب
دا سنت په ما د خيال دی زه پوهيږم
رفاقت چې نن له ما کا دا احباب
معلم د عشق صديق هسې تعليم کړ
چې اوس لولی حقيقی معنی کتاب