

صدیق
جهازونه دې ډوبيږي په درياب
چې تختی پتری يې دواړه دي ناياب
دا قلزم يې تباهي به چيرته يوسي
چې يې نه مومې خبر څوک يا وهاب
زه په خپل جهاز حيران يم ګوره څه شی
معلق په سر ولاړ دی د درياب
د ژوندون احوال مې اوس راته معلوم کړ
چې نظر مې په هستۍ شو د حباب
هست ونيست په حقيقت کې راته يو دی
مرګ ژوندون شته، په پيرۍ په شباب
عاقبت به مخ له دواړو يو څرګند کا
پس له مرګه يا ثواب شته يا عذاب
د عمل جزا رښتيا ده چې مونده شي
تل په بدو ښته بدی، په ښو ثواب
مرګ ته سل ځله رضا يم، کشکی نه وای
په لحد کې د فرشتو سوال و جواب
هيڅ چې نه لري په هيڅ ملامت نه وی
خدای سړی مه کړه په شته باندې کرياب
څو يې پورته پورته وړې په ښکته درومی
څه عجب خوی د پستی لری تراب
دا غزل خو انتخاب شو اوس مې زړه دی
که صديق تر دا بهتر کا بل جواب