...

صدیق

چې په خواب د مرګ اوده نه يم په خواب

 په حساب اوده غفلت کړم بې حساب

بې خبر، خبر د هيڅ په احال نه يم

 تاب مې ورک شو ورک له تابه يم بيتاب

اوده هم په ورو، په زور په غږ بيدار شي

 مړ جواب کم په جواب شوم لا جواب

د جرس په غږ بيدار تيار اسباب کا

 فرصت نه وي د اوده هيڅ تر اسباب

هيڅ عمل د صديق پټ په ظاهر نه دی

د حجاب اشنا يې وينی بې حجاب