

صدیق
د خلقو الفت څه دی، فرزانه ته دی عذاب
تجريد څو کاله ځانه ودانا ته دی صواب
هيچرې ړوند او روغ په يوه لار سره سم نه ځی
کله د عاشق، د زاهد سم درومی جواب
بې ديدنه کله د عاشق صبر سکوت وی
کله تشنه مود شي په ليدلو د سراب
ګنج د سعادت زاهد ته خپل کونج خلوت شو
رند قلات ته بويه چنګ و نی ساقی شراب
کله خاموشان تهی دستان په کونج کې اوسی
پر په در صدف په ته کې پروت وی د درياب
هيڅ نبي صاحب د نبوت په اول نه شو
ځکه کار بهتر تل د پيرۍ دی تر شباب
له آسمانه په رای د چا ګردان يو ذره شو
نه ساق په رای د چا باده کړه د شراب
يا به مخ د ښکلی خط ته ډېر کاته صديق کا
يا بې محبته وي تل په توری د کتاب