...

صدیق

بې آرامه زړه طلب د ډېر هوس کا

 غونچه ګل وي هغه ځای پرې خار وخس کا

بې وسواسه زړه زاهد په خلوت نه دی

 مرغه تل زړه الوتو ته له قفس کا

بې آرامه کجاوه ناقه ليلا شوه

 د اثر آواز هرګوره ډېر جرس کا

په ناقه له مينې وينې مشک ناب شي

 بوی د سوی زړه رښتيا ښکاره نفس کا

په ديدن د هيچا سترګې مړې نه شوې

 په دنيا پيدا به څوک له خوښۍ بس کا

پس له مرګه آرمان سود د نيکۍ نه کا

 څه فايده شهدو ته لاس مروړی مګس کا

 د غفلت په قافله صديق اوده ځي

 د بيدارو رهبری غږ د جرس کا